
اسلام آباد 13مارچ (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري جنډوله كښې د امنيتي ځواكونو په چيك پوسټ د خوارج بريد په ناكامه كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړېَ۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې صدر مملكت د كاروائۍ په مهال د لس خوارج په وژلو د امنيتي ځواكونو بهادري وستائېله۔ده ووئيل د پاكستان بهادر ځوانان د خوارجو ختمولو لپاره كامياب كاروائي كوي۔صدر مملكت د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو د كاروائۍ روانو ساتلو عزم پخلې وكړو۔ده ووئيل ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځواكونو سره ولاړ دے۔