
اسلام آباد 10 مارچ (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره ملاقات كړې چې پكښې د هېواد په موجوده سياسي صورتحال او پارليماني چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د پاكستان پيپلز ګوند سينئر پارليماني مشرتابه هم موجود وه چا چې په صوبه كښې په رامخې ته شويو چېلنجونو او د وفاق او صوبې ترمينځه په مرسته خبرې اترې وكړې۔ په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر د سېنېټ چيئرمېن په خېبرپښتونخوا كښې د پارټۍ تنظيم سازۍ٬ اولسي مسئلو٬ پرمختيائي پروژو او د امن صورتحال په اړه خبر كړو۔په ملاقات كښې د جمهوري ادارو په قوي كولو او سياسي هم آهنګي زور راوړلې شو۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې د پارليماني نظام قوي كولو لپاره به ټولو ګوندونو له په كډه كار كول وي۔ فيصل كريم كنډي ووئيل چې په خېبرپښتونخوا كښې پرمختګ لپاره د وفاق لخوا مرسته ډېره ضروري ده۔ ملاقات كښې د سېنېټ چيئرمېن په ګورنر هاؤس كښې د كسان كنونشن٬ بلدياتي نمانئدګانو كنونشن او پارټۍ ټكټ هولډرز كنونشن كولو له د خېبرپښتونخوا ګورنر د اقداماتو ستائنه وكړه۔