
اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كال 2025 روژې پېكج د مانيټرنګ نظام ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د دې پروګرام د لارې به 40 لكه مستحق كورنيو كښې په سپېځلي ډوي 20 اربه تقسيم شي، د ډيجيټل والټ د لارې په سپېځلې ډول مستحق كورنيو ته رقم وركول باوري كېږي۔ وزيراعظم د ګل په ورځ د روژې پيکج د مانيټرنګ د نظام جاج اخستو لپاره د نيشنل ټيلي کميونيکيشن کارپوريشن هيډ کوارټرز دوره كړې۔ دا خبره د ذكر وړ ده چې د روژې د ريليف پيکج له مخې مستحق كورنيو كښې رقوم تقسيمولو لپاره په وړومبي ځل د ځانګړي نوعيت ډيجيټل والټ پروګرام كارولې كېږي او دې نظام څخه سپېځلتيا باوري كړې شوې ده او په ماضي كښې د غبن او د غېر معياري څيزونو د شكايتونو ازاله هم شوې ده٬ د دې پروګرام د لارې به د څلورو واړو صوبو آزاد کشمير او ګلګت بلتستان 40 لكه كورنيو ته د كورنۍ په سر د 5 زرو روپو حساب سره 20 اربه روپۍ وركولې كېږي۔ د بريفنګ په مهال وزيراعظم ته ووئيل شول چې مانيټرنګ سينټر ته د موصول شوې كالز بشپړه ډېټا موجود ده او هره ورځ د زرګونو په شمېره اولس معلوماتو لپاره دې سنټر ته كال كوي٬ ټول كالز د ضروري كاروائۍ نه وروسته پائې ته رسولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې 14 اربه روپۍ مستحق كورنيو ته رسولې شوې دي او د هر مستحق ډېټا موجود ده٬ البته د رقم موصولوٶنكو شمېره اوس لږه كمه ده۔ وزيراعظم د ډيجيټل والټ پروګرام ستائنه كولو سره د پروګرام په کاميابه اجرا وزارت آئي ټي٬ اړوند وزارتونو او چارواكو له مباركي وركړې۔ وزيراعظم ووئيل په وړومبي ځل د ډيجيټل والټ د لارې د 20 اربه روپو رمضان پېكج مستحقينو ته وركولې كېږي۔ ده ووئيل د دې نه وړاندې د يوټيليټي سټورز د لارې د ضرورت څيزونو د تقسيم عمل كښې كرپشن او ناقص او غېر معياري څيزونو وركولو شكايتونه ٶ٬ د موجوده پروګرام د لارې د كرپشن او نورو ګيلو خاتمه شوې ده۔ ده ووئيل د اولس خېرښګړه زمونږ وړومبې ترجيح ده٬ دا جامع او شاندار پروګرام د ستائنې وړ دے٬ د روژې په مهال د مستحق كسانو سره مرسته نېك كار دے٬ ډيجيټل والټ پروګرام يو نوے كانسيپټ دے٬ د دې د لارې به مستحق كسان په كور دننه مرسته ترلاسه كوي٬ نه به دوي په قطارونو كښې ودرېږي او نه به د ضرورت د څيزونو د معيار پحقله ګيلے كوي٬ هره كورنۍ به پخپله خوښه رقم استعمالوي۔ وزيراعظم په دې نېك كار كښې د مرسته كوٶنكو بينکونو، کمپنيونو او د چارواكو هم مننه وكړه۔ وزيراعظم امر وكړو چې د منتقل شوې رقم ترلاسه كولو شرح ډېره كمه ده په دې لړ كښې دې اولس خبر كړې شي٬ د سټيټ بينک ګورنر او اړوند چاوراكي دې په ګډه د ډيجيټل والټ د طريقه كار په اړه اولس خبر كړي۔ په دې موقع وزيراعظم په 9999 كال كولو سره د پروګرام په اړه معلومات ترلاسه كړل او په 9999 د موصول شوې ګيلو په اړه ئې معلومات واخستل۔ وزيراعظم ووئيل د كوم خنډ او تاخير نه غېر مستحقېنو ته رقوم رسېدل ممكن كېږي٬ د جديد نظام د لارې د بدعنواني بشپړه خاتمه شوې٬ دا شاندار او جامع پروګرام د ستائنې وړ دے ۔ وزيراعظم د آئي ټي، انډسټريز او د سټيټ بينک پشمول اړوند چارواكو ته د پروګرام پحقله ضروري هدايات كولو سره ووئيل چې په دې عمل كولو سره به رپورټ وړاندې كولې شي۔ د دورې په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د ټېكنالوجۍ وفاقي وزيره شزه فاطمه، د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔(اے پي پي/ګ ل