پېښور 07 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا په سوئيلي ضلعو كښې د امنيت په ناوړه وضعه پېښور هائي كورټ وفاق او د صوبائي حکومت پشمول نورو ادارو ته نوټس جاري كړې دے٬ د جسټس سيد ارشد علي او جسټس ډاکټر خورشيد اقبال پشمول دوه كسيزه بېنچ په دې لړ كښې د درخواست سماعت وكړو٬ د خواست كوٶنكي وکيل سجاد احمد محسود عدالت ته دلائل وړاندې كولو سره ووئيل په …
خيبر پښتونخوا كښې د امنيت په ناوړه وضعه پېښور هائي كورټ وفاق او صوبائي حكومت ته نوټس جاري كړو

مزید خبریں
پېښور 07 مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا په سوئيلي ضلعو كښې د امنيت په ناوړه وضعه پېښور هائي كورټ وفاق او د صوبائي حکومت پشمول نورو ادارو ته نوټس جاري كړې دے٬ د جسټس سيد ارشد علي او جسټس ډاکټر خورشيد اقبال پشمول دوه كسيزه بېنچ په دې لړ كښې د درخواست سماعت وكړو٬ د خواست كوٶنكي وکيل سجاد احمد محسود عدالت ته دلائل وړاندې كولو سره ووئيل په سوئيلي ضلعو كښې د امنيت وضعه ډېره خرابه ده٬ چې په سبب ئې د اولس ژوند محفوظ نه دے٬ د هائي كورټ جج جسټس سيد ارشد علي استفسار وكړو چې په دې كښې ځواب د چا نه طلب كړو؟ وکيل ووئيل په دې كښې ، صوبائي حکومتونه او نورو اړوند ډلو څخه دې ځواب طلب كړے شي٬ په دې موقع د عدالت لخوا وفاق، صوبائي حکومت، وفاقي او صوبائي داخله سېکرترانو ٬ آئي جي پوليس او نورو ډلو ته نوټس جاري كړې شو او هغوي څخه په راتلونكي سماعت ځواب طلب كړے شو۔










