د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي اپيكس كميټۍ غونډه

کوئټه۔ 04 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د اپيكس كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې كمانډر بلوچستان كور لېفټېننټ جنرل راحت نسيم احمد خان ٬ چيف سېكرټري شكيل قادر خان او د آئي جي پوليس په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په صوبه كښې د امن وضعې ٬ د …

کوئټه۔ 04 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د اپيكس كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ چيف منسټر سېكرټرېټ كښې وشوه په كومه كښې چې كمانډر بلوچستان كور لېفټېننټ جنرل راحت نسيم احمد خان ٬ چيف سېكرټري شكيل قادر خان او د آئي جي پوليس په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په صوبه كښې د امن وضعې ٬ د ترھګرۍ مخنيوي له د پورته كړې شوو ګامونو او د امنيتي فورسز د كاركردګۍ بشپړ جاج واغستے شو۔ په دې مهال د ترهګرۍ ختمولو له د سختو ګامونو په پورته كولو او د انټېلي جنس شيئرنګ په لا فعاله كولو زور راوړلے شو۔ په دې موقعه د بلوچستان وزيراعلی ووئيل په صوبه كښې امن په ځائے كولو له ټولې ادارې په يو پېج دي او د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كولو كښې به هېڅ كمې نه كوو۔ په غونډه كښی په بارډر مېنجمنټ، د قاچاق په مخنيوي او د نېشنل اېكشن پلان لاندې په شوو اقداماتو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اعلی چارواكو په دې اتفاق وكړو چې په بلوچستان كښې تلپاتے امن باوري كولو له د امنيتي ځواكونو او سول انتظاميې ترمينځه نزدے تړون ضروري دے۔ د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي په غونډه كښی په شوو پرېكړو د فوري عملدرآمد هدايت كولو سره ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ او د پرمختيائي منصوبو تسلسل باوري كولو له به حكومت هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوي