پېښور ۔ 04 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا 1800 کلوګرام وزني د دويانو كھېپ د پاړه چنار ډي اېچ كيو ته ورسولې شوو۔ په دې اړه د روغتيا سلاكار احتشام علي ووئيل دا دويانې د خېبر پښتونخوا حكومت سركاري چورلكې د لارې رسولې شوي دي٬ په دې دويانو كښې انټی بائیوټک، انټی هائپرټنسیو، د كوچنيانو د تبې او ټوخي دويانې شامل دي۔ د دويانو په دې …
د خيبر پښتونخوا حكومت لخوا د دويانو كھيپ پاړه چنار ډي ايچ كيو ته ورسېد

مزید خبریں
پېښور ۔ 04 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا 1800 کلوګرام وزني د دويانو كھېپ د پاړه چنار ډي اېچ كيو ته ورسولې شوو۔ په دې اړه د روغتيا سلاكار احتشام علي ووئيل دا دويانې د خېبر پښتونخوا حكومت سركاري چورلكې د لارې رسولې شوي دي٬ په دې دويانو كښې انټی بائیوټک، انټی هائپرټنسیو، د كوچنيانو د تبې او ټوخي دويانې شامل دي۔ د دويانو په دې كھېپ كښې ضروری طبی آلې او لېبارټری سیرم هم پاړه چينار ته رسولې شوي دي۔ ده ووئيل درې ورځې وړاندې د پاړه چنار اېم اېس دويانو لپاره خواست وړاندے كړے ؤ۔ ده زياته كړه چې د تر كومې لارې بحال شوې نه وي دويانې به د چورلكې د لارې رسولې شي۔









