پېښور۔ 03 مارچ (اے پی پی) خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کوټو هائیډرو پاور پراجېکټ دير څخه د پېدا كېدونكې بجلۍ رېټ زياتو او ځائي آبادۍ ته په ترلاسه كېدونكي آمدن كښې زياتوالي سره اړوند قرارداد په متفقه توګه منظور كړو۔ د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال حكومتي غړي عبېد الرحمن قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل کوټو هائیډرو پاور پراجېکټ (دیر) د لاس كاله مودې تېرېدو باوجود پايې ته …
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه ، کوټو هائیډرو پاور پراجېکټ څخه د پېدا كېدونكې بجلۍ رېټ زياتولو او ځائي آبادۍ ته په ترلاسه كېدونكي آمدن كښې زياتوالي سره اړوند قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو

مزید خبریں
پېښور۔ 03 مارچ (اے پی پی) خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کوټو هائیډرو پاور پراجېکټ دير څخه د پېدا كېدونكې بجلۍ رېټ زياتو او ځائي آبادۍ ته په ترلاسه كېدونكي آمدن كښې زياتوالي سره اړوند قرارداد په متفقه توګه منظور كړو۔ د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې په مهال حكومتي غړي عبېد الرحمن قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل کوټو هائیډرو پاور پراجېکټ (دیر) د لاس كاله مودې تېرېدو باوجود پايې ته رسېدلے نه دے۔ د 14 اربه روپو لګښت سره پېل شوې دا منصوبه 41 میګاواټ برېښنا پېدا كوي خو پیسکو8.24 روپۍ في يونټ حساب بجلي نيپرا ته وركوي كوم سره به چې كلن 1.7 بلین روپۍ آمدن ترلاسه شي۔ دې سره به زمونږ ضلعې ته د 10 فيصد حساب سره يوازې 17 كروړه آمدن وشي۔ له دې كبله دا اسمبلي صوبائي حكومت څخه ددې امر سفارش كوي چې د دير ضلعې اوسېدونكو ته دې 8.24 روپۍ في يونټ حساب سره بجلي وركړې شي۔ پاتې بجلي دې نېشنل ګرډ ته وركړې شي او دا رېټ دې زياتولو سره 30 روپۍ في يونټ نېپرا ته وركړې شي او د ضلعې آمدن دې لس فيصده څخه زياتولو سره 20 فيصده كړې شي۔









