خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په تعليمي ادارو كښې د منشيات په برآمد كېدو سختو سزاګانو سره اړوند ترميمي قانون پاس كړو

پېښور۔ 03 مارچ (اے پی پی) خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په تعليمي ادارو كښې د منشيات په برآمد كېدو سختو سزاګانو سره اړوند ترميمي قانون پاس كړو٬ په دې اړه د اېكسائز صوبائي وزير خلیق الرحمن د خېبر پښتونخوا کنټرول آف نارکوټک سبسټانسز بدلون بل منظورۍ لپاره په ايوان كښې تحريك وړاندے كړو۔ په دې موقعه اپوزيشن غړو په بل كښې خپل بدلونونه بېرته واغستل۔ دې څخه وروستو بل منظور كړے …

پېښور۔ 03 مارچ (اے پی پی) خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په تعليمي ادارو كښې د منشيات په برآمد كېدو سختو سزاګانو سره اړوند ترميمي قانون پاس كړو٬ په دې اړه د اېكسائز صوبائي وزير خلیق الرحمن د خېبر پښتونخوا کنټرول آف نارکوټک سبسټانسز بدلون بل منظورۍ لپاره په ايوان كښې تحريك وړاندے كړو۔ په دې موقعه اپوزيشن غړو په بل كښې خپل بدلونونه بېرته واغستل۔ دې څخه وروستو بل منظور كړے شو۔ د بل له مخې په تعليمي ادارو كښې د منشيات په كاروبار ٬ اخستلو خرڅولو او قاچاق بېلې سزاګانې تجويز كړې شوي دي۔ د بل له مخې څلور كلوګرام څخه د زيات هيروئن په برآمد كېدو به د ټول عمري زندان او 6 كلوګرام څخه د زيات هېروئن په برآمد كېدو به ټول عمري زندان يا د سولۍ كېدو سزا وركولې شي۔ دغسې 5 كلوګرام څخه د زيات كوكين په برآمد كېدو به هم د ټول عمري زندان يا د سولۍ كېدو سزا وركولې شي۔ دې نه ځانله د رېکریشنل منشیاتو بېلو قسمونو په برآمد كېدو سزاګانې متعين كړې شوي دي۔ لس څخه تر 20 كلوګرام د ریکریشنل منشیات په برآمد كېدو به د 14 كالو زندان سزا وركولې شي۔ دغسې 20 كلوګرام څخه د زيات رېکریشنل ډرګز په برآمد كېدو به زيات نه د ټول عمري زندان او دوه لاكه روپو جرمانې سزا وركولې شي۔ په قانون كښې د نورو منشياتو په برآمد كېدو هم بېلې سزاګانې متعين كړې شوي دي په كومو كښې چې پوست ٬ چرس ٬ هشيش آئل او افيون شامل دي۔ دا بل د منشيات په ضد د كرېك ډاؤن لا فعاله كولو لپاره تيار كړے شوے دے دغسې چې په تعليمي ادارو كښې د دې د كارولو او كاروبار مخنيوې وكړې شي۔