پېښور ۔ 01 مارچ (اے پی پی) وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) د خېبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام د خالي په ورځ دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک ته لاړ او د دارالعلوم حقانیه د چاؤدنې پېښې شهيدانو لپاره يې فاتحه خواني وكړه۔ انجینئر امیر مقام د مولانا حامد الحق په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده د شهيدانو د غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره …
د انجنيئر امير مقام په دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك كښې شهيدانو لپاره فاتخه خواني

مزید خبریں
پېښور ۔ 01 مارچ (اے پی پی) وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) د خېبر پښتونخوا صدر انجینر امیر مقام د خالي په ورځ دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک ته لاړ او د دارالعلوم حقانیه د چاؤدنې پېښې شهيدانو لپاره يې فاتحه خواني وكړه۔ انجینئر امیر مقام د مولانا حامد الحق په شهادت د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ ده د شهيدانو د غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره هغوي لپاره د صبر او زغم دعا وكړه۔ انجینئر امیر مقام د ټپيانو زر روغتيا له هم دعا وکړه۔ په دې موقعه انجینئر امیر مقام ووئيل چې د جمعې د لمونځ په مهال ترهګري يوه د افسوس او غندنې وړ پېښه ده۔ ده ووئيل دښمنان عناصر د دې ډول بزدلانه کارونو سره د ملت مورال نه شي کمولې۔ ده ووئيل امن دښمنه قوتونه په هېواد كښې بې ثباتي رامخې ته كول غواړي۔ ده ووئيل حكومت او قام يو موټے دے۔ انجینئر امیر مقام د پېښې زر تر زره پلټينو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔









