په مولانا حامد الحق حقاني او نورو لمونځګزارو ترهګر بريد بزدلانه فعل دے: شيخ آفتاب

حضرو 01 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ غړي شېخ آفتاب د اكوړه ختګ په دارالعلوم حقاينه كښې د جمعې لمونځ په مهال د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د نوموړي عالم دين او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا حامد الحق او د نورو كسانو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د مولانا حامد الحق په شمول د نورو بې ګناه وګړو په …

حضرو 01 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ غړي شېخ آفتاب د اكوړه ختګ په دارالعلوم حقاينه كښې د جمعې لمونځ په مهال د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د نوموړي عالم دين او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي مولانا حامد الحق او د نورو كسانو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د مولانا حامد الحق په شمول د نورو بې ګناه وګړو په ځاني زيان ټول قام خفه او غمجنيو كورنيو سره د غم دړد په دې سخت وخت كښې يو برابر شريك دے۔ په مولانا حامد الحق او نورو وګړو دا ترهكر بريد زيات د شرم وړ او بزدلانه فعل دے۔ ده ووئيل د بې ګناه وګړو ژوند سره لوبې كوؤنكي ترهګر د انسانيت دښمنان دي٬ د ترهګرو بزدلانه كارروايۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قام عزم كمزورے كولے نه شي۔ ده ووئيل د هېواد امن له مينځه وړونكي د كوم هم رعايت مستحق نه دي۔