پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د جمعې په ورځ په جامعه حقانيه اكوړه خټك كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره د بريد په نيتجه كښې د جمعيت علماء اسلام (س) مشر مولانا حامد الحق حقاني په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل چې د ارواښاد مولانا حامد الحق حقاني ديني او سياسي خدمات به تل ياد …
ګورنر فيصل كريم كنډي د مولانا حامد الحق حقاني په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه

مزید خبریں
پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د جمعې په ورځ په جامعه حقانيه اكوړه خټك كښې د ځانمرګي بريد غندنه كولو سره د بريد په نيتجه كښې د جمعيت علماء اسلام (س) مشر مولانا حامد الحق حقاني په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده ووئيل چې د ارواښاد مولانا حامد الحق حقاني ديني او سياسي خدمات به تل ياد ساتلے شي۔ ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ګورنر د بريد نوټس اخستو سره رپورت هم طلب كړې۔ ده دا بريد د اسلام او پاكستان دښمنانو قوتونو سازش وګرځولو









