وزيراعلی علي امين ګنډا پور د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك په جامع مسجد كښې ځانمرګے بريد وغندلو

پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك په جامع مسجد كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې۔ د وزيراعلي هاؤس لخوا د جاري بيان له مخې علي امين ګنډا پور اړوند چارواكو څخه د پېښې رپورټ طلب كړے دے۔ وزيراعلي امر وكړٶ چې د پېښې د ټولو اړخونو دې جاج اخستو سره بشپړه رپورټ وړاندې كړې شي۔ وزيراعلی په …

پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك په جامع مسجد كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې۔ د وزيراعلي هاؤس لخوا د جاري بيان له مخې علي امين ګنډا پور اړوند چارواكو څخه د پېښې رپورټ طلب كړے دے۔ وزيراعلي امر وكړٶ چې د پېښې د ټولو اړخونو دې جاج اخستو سره بشپړه رپورټ وړاندې كړې شي۔ وزيراعلی په پېښه كښې د ژوبل شويو رېسكيو كولو او دوي ته د طبي سهولتونو وركولو امر وكړو۔ وزيراعلي ووئيل چې د عبادت په ځايونو كښې بې ګناه وګړي په نښه كول غېر انساني فعل دے د دې چې څومره غندنه وشي كومه ده۔ ده ووئيل په پېښه كښې ككړ كسان قانون سره مخ كولو لپاره دې ټول وسائل وكارولې شي