پېښور 28 فروري (اے پي پي) د اكوړه خټك په جامعه دارالعلوم حقانيه كښې له چاٶدنې وروسته د پېښور په ټولو روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كړې شوې۔ د پېښور ډويژن كمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې كمشنر رياض خان محسود د پېښور په ټولو روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كولو سره د نوښار ضلعې ډپټي كمشنر او ډي پي او ته موقعې ته د رسېدو احكامات جاري كړې دي۔ …
دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك كښې چاٶدنه، د پېښور په ټولو روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ

مزید خبریں
پېښور 28 فروري (اے پي پي) د اكوړه خټك په جامعه دارالعلوم حقانيه كښې له چاٶدنې وروسته د پېښور په ټولو روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كړې شوې۔ د پېښور ډويژن كمشنر دفتر لخوا د جاري بيان له مخې كمشنر رياض خان محسود د پېښور په ټولو روغتونونو كښې اېمرجنسي نافذ كولو سره د نوښار ضلعې ډپټي كمشنر او ډي پي او ته موقعې ته د رسېدو احكامات جاري كړې دي۔ د لېډي ريډنګ روغتون وياند اېم عاصم ووئيل چې چاؤدنې څخه وروستو په روغتون كښې اېمرجنسي الرټ جاري كړے شوے او انتظاميه او طبي عمله د ژوبل شويو درملنې لپاره چمتو ده، اېمرجنسي هائي الرټ ده او تر اوسه كوم ژوبل شوے يا په حق رسېدلے روغتون ته منتقل كړے شوے نه دے









