د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره به په سمدتي توګه او په اثر لرونكو پاليسيو كار كول وي۔ فېصل کريم کنډي

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره به په سمدتي توګه او په اثر لرونكو پاليسيو كار كول وي ګني زمونږ مسئلې او ستونزې به نورې زياتې شي ٬ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نوموړي نړيوال تنظيم تر سېوري لاندې ''سباٶن لپاره ماحولياتي اقدامات كښې د تبديلۍ په مقابل د كوچنيانو او مېرمنو اختيار" په سرخط …

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره به په سمدتي توګه او په اثر لرونكو پاليسيو كار كول وي ګني زمونږ مسئلې او ستونزې به نورې زياتې شي ٬ ده د دې خيالاتو څرګندونه د نوموړي نړيوال تنظيم تر سېوري لاندې ”سباٶن لپاره ماحولياتي اقدامات كښې د تبديلۍ په مقابل د كوچنيانو او مېرمنو اختيار” په سرخط كنفرنس ته د خاص مېلمه په حېث خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون نه يوه ماحولياتي مسئله ده بلكې دا يو بحران دے٬ كوم چې زمونږ معيشت او د صحت پشمول د ژوند هر اړخ متاثر كوي٬ د تودخې درجه زياته شي٬ ده ووئېل د ماحولياتي بدلون مخنيوي لپاره به په سمدتي توګه او په اغېز منو پاليسيو كار كول وي ګني زمونږ مسئلې او ستونزې به نورې زياتې شي۔ په دې موقع د بېلا بېلو تعليمي ادارو زده كوٶنكو د فن پارو نندارتون هم وشو چې پكښې د موسمياتي مسئلو عكاسي وشوه٬ په سېمينار كښې د نتظيم کنټري منیجر کرن شهزادي، بېلا بېلو پوهانو، نړيوالو تنظيمونو٬ سفارتونو او د اړوندو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔ مقررينو د كوچنيانو او مېرمنو د موسمياتي بدلون په اقدامات كښې د ګډون په اهميت زور راٶړلو سره ووئيل د دوي د ګډون نه غېر د تل پاتي مودې حل ممكن نه دے۔