پېښور ۔ 26 فروری (اے پی پی) په كرك كښې د زيات باران د لاسه د يو كور چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 2 كوچنيان مړه او يو مور او زوے ژوبل شوي دي۔ د رېسکیو 1122 کرک وياند له مخې دا پېښه د كرك ټو يري سټي نیو کالونۍ كښې رامخې ته شوه چرته چې د باران دلاسه د اختر زمان نومې وګړي د كور چھت پرېوتو چې …
په كرك كښې د كور چھت پريوتو پيښه ٬ دوه كوچنيان مړه ٬ مور او زوے ژوبل
پېښور ۔ 26 فروری (اے پی پی) په كرك كښې د زيات باران د لاسه د يو كور چھت پرېوتو پېښې په نتيجه كښې 2 كوچنيان مړه او يو مور او زوے ژوبل شوي دي۔ د رېسکیو 1122 کرک وياند له مخې دا پېښه د كرك ټو يري سټي نیو کالونۍ كښې رامخې ته شوه چرته چې د باران دلاسه د اختر زمان نومې وګړي د كور چھت پرېوتو چې په نتيجه كښې يۍ دوه كوچنيان مړه او او مور او زوے ژوبل شول۔ ژوبل شوي په فوري توګه طبي مرستې له ټېري روغتون ته منتقل كړے شوي دي۔











