پېښور 26 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب او د خزانې وزير مملکت پروېز علي ملك د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال صوبه كښې په سياسي، سماجي او معاشي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع صوبې ته په رامخې ته مالي مسئلو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع ګورنر …
د خزانې وفاقي وزير او د خزانې وزير مملکت ګورنر فېصل کريم کنډي سره وليدل
پېښور 26 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب او د خزانې وزير مملکت پروېز علي ملك د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي سره په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال صوبه كښې په سياسي، سماجي او معاشي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې٬ په دې موقع صوبې ته په رامخې ته مالي مسئلو هم تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع ګورنر د وفاق لخوا صوبه كښې د اېن اېف سي ايوارډ فنډز او ضم شوو ضلعو لپاره د پرمختيائي فنډز د اجراء معامله هم پورته كړه٬ په دې موقع په ضم شوو ضلعو كښې د ټېكس په نفاذ د بزنس كميونټۍ او قبائيلي اولس په تحفظات او اندېښنو هم خبرې وشوې۔ ګورنر وفاقي وزير ته د صوبې د بزنس كميونټۍ لخوا اقتصادي او معاشي پرمختګ لپاره تجويزونه هم وركړل ۔ په دې موقع د خزانې وفاقي وزير د صوبې معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره د بشپړه عزم څرګندونې سره ووئيل د صوبې پشمول د ګرد هېواد د بزنس کميونټي معاشي ترقۍ لپاره د تجويزونو احترام كوٶ۔ ده ووئيل پخوانۍ فاټا او پاټا كمېټو كښې د بزنس کميونيټۍ ته نمائندګي وركړې شوې ٬ وفاق په ټولو صوبائي برخو كښې د معاشي پرمختګ رفتار ليدل غواړي











