
باکو 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان په “آسان خدمت مرکز” كښې د اولسي خدماتو د سهولتونو ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د آسان خدمت مرکز په ډول مركزونه به په پاکستان كښې هم جوړٶ٬ د اولسي خدمت د جديد ټېكنالوجۍ استعمال لپاره به د آذربائيجان د تجربو نه استفاده كوٶ ۔ د نهې په ورځ د اولسي خېرښګړې د مركز “آسان خدمت” دورې په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل دا مرکز د آذربائيجان صدر الهام عليوف د دور انديشۍ مظهر دے٬ په مركز كښې ټول جديد سهولتونه ترلاسه دي٬ دا ماډل اولسي خدمت ته سپېځلې٬ ځوابده او موثره رسنه باوري كوي، مونږ د سټارټ اپ سنټر دوره هم كړېده، رضاکار خپلې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كوي۔ ده ووئيل اګرچه پاكستان كښې هم دا ډول مركزونه جوړ دي خو مونږ به د جديد ټېكنالوجۍ استعمال لپاره د آذربائيجان د تجربو نه استفاده كوٶ٬ دا ضروري ده چې د يو چهت لاندې د اولسي خدماتو ټول جديد سهولتونه ترلاسه وي دغسې چې د عام وګړو په خدماتو كوم ډول تاخير رانه شي