
باکو 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې پاکستان او د آذربائيجان ترمېنځه كاروباري هلو ځلو سره به معيشت مستحكم شي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دفاعي څانګه كښې مرستې ته به وده وركولې شي٬ پاکستان كښې غېر ملكي سرمايه كارو ته سرمايه كارۍ لپاره سازګار ماحول وركولې كېږي٬ دواړو هېوادونو سوداګرو له د تجارتي مراعات څخه استفاده كول پكار دي٬ نارتھ ساؤتھ كوريډور كاروباري هلو ځلو ودې لپاره ګيم چينجر دے۔ د دې خيالاتتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان آذربائيجان بزنس فورم ته د وېنا په مهال كړې۔ په دې موقع د آذربائيجان صدر الهام عليوف هم موجود وو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل د پاكستان او آذربائيجان په اخلاص٬ شريك باور٬ احترام او د اولس په كچه په جذبه او مينه آډانه اړيكې لري٬ د آذربائيجان قيادت سره د ملاقات په مهال په پراخه تناظر كښې تعميري خبرې اترې شوېدي٬ مونږ مخ په وړاندې تګ له سلا شوي يو۔ ده ووئيل چې د پاكستان او آذربائيجان كاروباري طبقې ته په خطاب كولو خوشحاله شوم٬ زمونږ دوه د اړخيزه تجارت حجم 14 ملين ډالر دے٬ مونږ به دا ډېر زر تر 2 ارب ډالر ته ورسو٬ په دې اړه لوظنامو ته په يوه مياشت كښې حتمي شكل وركولو ته سلا شوېده٬ پاكستان څخه به باسمتي وريژې برآمد كولې شي٬ د آذربائيجان صدر درآمدي ډيوټۍ څخه استثنٰی وركړی٬ ۔ د ھغه څانګو به جائزه اخستې شي د كومو چې ټيرف كم دے دغسې چې درآمدات او برآمدات زيات كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې ايل اين جي هم تجارتي څيزونه كښې شامل دې٬ كه چرې مونږ په ګډه هڅه وكړو نو د دوه ارب ډالر تجارتي هدف ترلاسه كېدل به ممكن شي٬ په دې لوظنامو به په اپرېل كښې په پاكستان كښې لاسليك كولې شي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي هلو ځلو په اړه غلط فهمۍ لرې كولو لپاره د دواړو هېوادونو په نمائندګانو مشتمل به مستقل انفارميشن بيورو جوړولې شي كوم چې به په جديد آسانيو مشتمل وي٬ كوم څخه به چې د دواړو هېوادونو سوداګر په وخت او حقائق اډانه معلومات ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه پخوانۍ قوي اړيكې لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه دفاعي څانګه كښې مرستې ته به لا وده وركولې شي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه شريك ډيفنس مينو فيكچرنګ فيسيلټي جوړولو پريكړه شوې ده۔ ده ووئيل چې د باور وړ٬ ارزان ټرانسپورټيشن او د روابطو ودې لپاره نارتھ ساؤتھ كوريډور مهم دے٬ په دې اړه ګټورې خبرې اترې شوېدي٬ ګوادر پورټ زمونږ د تجارت په وده كښې مهم كردار ادا كولې شي٬ دا ګيم چينجبر منصوبه ده٬ مونږ دې پلو پام ګرځولے دے٬ آذربائيجان چيمبر آف كامرس په اسلام آباد٬لاهور او ګوجرانواله كښې جوړه كړې٬ دا د دوه اړخيزه تجارت وده كښې مهم كردار ادا كوي۔ د پاكستان چيمبر آف كامرس د باكو پشمول د آذربائيجان بېلو ښارونو كښې كار كوي۔ د دې څخه به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت په وده كښې مرسته وشي۔ د آذربائيجان٬ تركيه او پاكستان ترمينځه مفاهمت د ټولو په ګټه دے٬ آذربائيجان اسلام آباد كښې د پوهانو ډلې رالېږلې كومه چې پايه تخت ښكلا لپاره بشپړه كار كوي