وزيراعظم شهباز شريف او د صدر الهام عليوف د دواړو هيوادونو ترمينځه په ستراتيجيكي همكارۍ د اطمينان څرګندونه ٬ اقتصادي مرستې ٬ تجارت او سرمايه كارۍ لا زياتولو له د عزم پخلے

APP16-240225 BAKU: February 24 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses a joint press stakeout during his two day official visit to Azerbaijan. APP/MAF/TZD

باکو۔24 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د آذربائیجان صدر الهام علیوف د دواړو هېوادونو ترمينځه په ستراجيكي همكارۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره نزدې او تاريخي اړيكو لا مضبوطولو له عزم كړے دے۔ دواړو د توان ٬ انفراسټركچر ٬ مواصلات او سيمه ايزو رابطو په څانګو كښې مرستې ته د ودې په وركولو او په بېلو څانګو كښې د تجارت په لا زياتولو اتفاق كړے۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف او د آذربائيجان صدر الهام عليوف ترمينځه ملاقات وشو۔ وزیراعظم د صدر الهام عليوف په بلنه دا مهال د آذربائيجان په سركاري دوره دے۔ زوولبا صدارتی محل ته په رسېدو صدر الهام عليوف وزيراعظم ته تود هركلے اووې۔ په ملاقات كښې د دواړو لارښودو لخوا په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لا مضبوطولو له د عزم پخلے وشو۔ وزیراعظم شهباز شریف او د آذربائیجان صدر الهام علیوف د دواړو هېوادونو ترمينځه په ستراجيكي همكارۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره د خپل منځه نزدې او تاريخي اړيكو لا مضبوطولو عهد وكړو۔ دې څخه وروستو د پلاوي په كچه ملاقات او خبرې وشوې په كومو كښې چې د دواړو اړخونو مهمو وزيرانو او اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په خبرو اترو كښې دواړو اړخونو د اقتصادي مرستې ٬ تجارت او سرمايه كارۍ لا زياتولو عزم پخلے وكړو۔ دواړو د توان ٬ انفراسټركچر ٬ مواصلات او سيمه ايزو رابطو په څانګو كښې مرستې ته د ودې په وركولو او په بېلو څانګو كښې د تجارت په لا زياتولو هم اتفاق وكړو۔ دواړو لارښودو د يو اېن او اي سي او په شمول په ګڼ اړخيزه فورمونو د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه په فعاله مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د صدر الهام عليوف لخوا د پاكستان تېرې دورې په مهال پاكستان كښې د آذربائیجان د 2 اربه ډالرو سرمايه كارۍ اعلان ستائنه وكړه او ده سره يۍ په ممكنه منصوبو خبرې وكړې۔ صدر الهام علیوف په اپرېل كښې پاكستان ته د راتللو او لوظنامو ته د باضابطه شكل وركولو عزم څرګند كړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د جمو و کشمیر په مسئله د آذربائیجان د پرله پسې ملاتړ مننه وكړه۔ وزیراعظم د نګورنو کاراباخ په مسئله د پاكستان لخوا د آذربائيجان د بشپړ ملاتړ پخلے وكړو او په دې خبره يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه چې د صدر الهام علیوف په زړوره مشرتابه كښې آذربائیجان کامیابۍ سره کاراباخ آزاد كړے ۔ دا د آذربائیجان سيمه ده د كومې چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قانون د لارې توثيق شوے۔ وزیراعظم شهباز شریف او صدر الهام علیوف په بېلو څانګو كښې مرستې ته ودې وركولو له د لوظنامو او مفاهمت يادښتونو په دستوره كښې ګډون وكړو۔ په پاكستاني پلاوي كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان ٬ د سرمايه كارۍ او نجكارۍ وفاقي وزير عبد العليم خان ٬ د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ او د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي شامل وو