حكومت تلپاتي پرمختګ لپاره د بنيادي اصلاحات په ايجنډا عمل كوي: د خزانې وزير اورنګزيب

APP27-240225 KARACHI: February 24- Federal Minister for Finance and Revenue Muhammad Aurangzeb addresses the inaugural ceremony of the Pakistan Banking Summit 2025. APP/AMH/MAF/TZD/SSH

اسلام آباد۔24 فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب وئيلي دي حكومت تلپاتي پرمختګ لپاره د بنيادي اصلاحات په ايجنډا عمل كوي۔ د ګل په ورځ د پاکستان بېنکنګ سمټ 2025ء ته خپل خطاب كښې د خزانې وفاقي وزير ووئيل پاکستان بېنکنګ سمټ 2025 زيات مهم دے٬ بېنکنګ سېکټر په قامي معيشت كښې مهم كردار لري٬ بېنكنګ سېكټر د ټېكس په ادائيګۍ كښې د تېل او ګاز څانګه وروستو پرېښودې ده٬ مونږ حكومت ته 30 اربه روپۍ جمع كړې دي۔ ده ووئيل بېنكنګ سېكټر هېواد كښې د دستاوېزي معيشت په فارموله كار كوي٬ د هېواد معيشت مخ په ښه كېدو دے٬ حكومت تلپاتي معاشي استحكام لپاره د بنيادي اصلاحات په ايجنډا كار كوي۔ وفاقي وزير اورنګزېب ووئيل تلپاتي معاشي استحكام لپاره د برآمدات وده ضروري ده٬ هر يو سېكټر له به د هېواد په برآمدات كښې برخه اچول وي٬ د سرمايه كارۍ ودې ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي، حكومت به په هر يو فورم سوداګرو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركوي۔ وفاقی وزیر پاکستان بېنکنګ سمټ ته خطاب كښې ووئيل اېمرجنګ مارکیټ تېر 25 كلونه په ښه ډول تېر كړي٬ د ټولو په دې اتفاق دے چې څه زمونږ په لاس كښې دي هغې ته بايد خاص پاملرنه وكړې شي۔ ده ووئيل حكومت بايد نجي څانګې ته پالېسۍ وركړي دغسې چې نجي څانګه كاروبار وكړے شي۔ ده ووئيل زه او د سټېټ بېنك ګورنر په سعودي عربستان كښې په نړيوال كنفرنس كښې وو۔ ما وليدل چې رامخې ته كېدونكو ماركيټونو په كال 2025ﺀ كښې په قوي ډول قدم اېښودے دے۔ د رامخې ته كېدونكو ماركيټونو د خزانې وزيرانو ډی-رېگولېشن ته د ودې وركولو او د سرې فيتې ختمولو خبره وكړه۔ ده ووئيل پي آئي اے به نجكارۍ لپاره يو وارې بيا ماركيټ ته راوړؤ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په داخلي او بهرنيو كھاتو كښې بهتري رامخې ته شوې ۔ د مالي كال 25 په اولنيو 7 مياشتو كښې كرنټ اكاؤنټ سرپلس ريكارډ شوے۔ افراط زر او د سود شرح كښې كمے راغلے ۔ ده ووئيل د فیس لېس اسېسمنټ له امله په كرپشن كښې 90 فيصده كمے راغلے۔ ده ووئيل د 3 ډسکوز نجكاري پېل كېدونكې ده٬ پبلك فنانس لپاره په حكومتي خرڅونو كښې كمي له اقدامات كوو۔ وفاقي وزير اورنګزیب ووئيل مونږ رائټ سائزنګ لپاره “ولې” څخه زيات په “څنګه” خبرې كوو۔ مونږ د دې عملدرآمد جاج اخلؤ٬ پنشن سره مو اړوند اصلاحات وكړل او زيان مو كم كړو۔ آبادۍ او موسمياتي بدلون پلو د پام ګرځولو نه پرته معاشي پرمختګ نه كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل ځائي سرمايه كاري راتللو سره به اېف ډي آئي راشي۔ ده ووئيل كه د نړيوال کېپټل مارکیټس خبره وكړې شي نو رېټنګ ایجنسیو سره خبره شوې هيله ده چې سنګل ډی کېټګری ته به راشي