کوئټه۔ 24 فروری (اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيكر مير جان اېم جمالي د پخواني صوبائي وزير طاهر محمود خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې ارواښاد د احترام وړ شخصيت ؤ چا چې خپل ټول ژوند اولسي خذمت لپاره وقف كړے ؤ۔ پخواني سپيكر ووئيل پخوانے صوبائي وزير يو ايماندار ٬ اصول پسند او د اولس …
مير جان جمالي د طاهر محمود خان په مړينه خواشيني اوښودله
کوئټه۔ 24 فروری (اے پی پی)د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيكر مير جان اېم جمالي د پخواني صوبائي وزير طاهر محمود خان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل چې ارواښاد د احترام وړ شخصيت ؤ چا چې خپل ټول ژوند اولسي خذمت لپاره وقف كړے ؤ۔ پخواني سپيكر ووئيل پخوانے صوبائي وزير يو ايماندار ٬ اصول پسند او د اولس خېر خواه سياستدان ؤ هغه تل د اولس خېر ښېګړې ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه وكړه۔ ارواښاد د بلوچستان په پرمختګ كښې ځانګړې خذمات ترسره كړل او په خاص توګه د زده كړو په څانګه كښې د هغوي هڅې د قدر وړ دي۔ د طاهر محمود خان په حق رسېدو سره بلوچستان يو مدبر او زياته خواري كوؤنكي لارښود څخه محروم شوے دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔











