روغتونونو كښې په غير حاضرۍ به كومه سمجھوته قبلولې نشي ۔ د بلوچستان د روغتيا وزير

کوئټه 23 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد کاکړ د شپې په وخت په سمدستي توګه د قلعه سېف الله ډسټرکټ هيډ کوارټر روغتون دوره كولو سره د ټولو څانګو معائنه وكړه۔ په دې موقع صوبائي وزير ووئيل روغتونونو كښې په غير حاضرۍ به كومه سمجھوته قبلولې نشي٬ د روغتونونو ټولي څانګي به فعالولې شي ٬ ډير زر به روغتونونو كښې په هيلتھ کارډ …

کوئټه 23 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د روغتيا صوبائي وزير بخت محمد کاکړ د شپې په وخت په سمدستي توګه د قلعه سېف الله ډسټرکټ هيډ کوارټر روغتون دوره كولو سره د ټولو څانګو معائنه وكړه۔ په دې موقع صوبائي وزير ووئيل روغتونونو كښې په غير حاضرۍ به كومه سمجھوته قبلولې نشي٬ د روغتونونو ټولي څانګي به فعالولې شي ٬ ډير زر به روغتونونو كښې په هيلتھ کارډ رنځورانو له ويړيا درملنه پېل شي۔ده ووئيل روغتونونو كښې به د اسټاف حاضرۍ لپاره بائيو ميټرك سسټم لګولې شي۔ د 01 مارچ څخه به نوي تعينات شوي ډاکټران هم روغتون كښې خپل فرائض ترسره كول پېل كړي،آپريشن تھيټر به هم ډير زر فعاله كړې شي۔ ډپټي کمشنر او اسسټنټ کمشنر به هره ورځ د روغتون دوره كوي او رپورټ به وړاندې كوي۔په دې موقع اسسټنټ کمشنر سعد کليم ظفر او ډاکټر مهر الله او نور هم موجود وو۔