پښتونخوا کالج آف آرټس او پښتو څانګه عبدالولي خان پوهنتون كښې د مورنو ژبو نړيوالي ورځ په اړه سیمینار او کلچر ډے

اسلام آباد 21 فروری ( اے پی پی) د مردان عبدالولی خان پوهنتون كښې د پښتونخوا کالج آف آرټس او د پښتو څانګي تر سيوري لاندې د مورنو ژبو په اړه يوه ورځنے سیمینار او كلتوري ورځ ولمانځلې شوه۔د سيمينار مشري د عبدالولی خان یونیورسټۍ وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر ظاهر شاه وكړه۔ په دې موقع پرنسپل پروفیسر فضل ستار درانی،د پښتو څانګي چیئرمېن ډاکټر سید ظفر الله بخشالی ،د میوزیم …

اسلام آباد 21 فروری ( اے پی پی) د مردان عبدالولی خان پوهنتون كښې د پښتونخوا کالج آف آرټس او د پښتو څانګي تر سيوري لاندې د مورنو ژبو په اړه يوه ورځنے سیمینار او كلتوري ورځ ولمانځلې شوه۔د سيمينار مشري د عبدالولی خان یونیورسټۍ وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر ظاهر شاه وكړه۔ په دې موقع پرنسپل پروفیسر فضل ستار درانی،د پښتو څانګي چیئرمېن ډاکټر سید ظفر الله بخشالی ،د میوزیم انچارج ډاکټر اعجاز خان ، د ځوانانو چارو ډائریکټر عمثان خان، ایډمنسټریشن ډائریکټر پروفیسر فرهاد صافی او نور مشران موجود وو۔ سیمینار ته وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر ظاهر شاه ووئيل بايد ټولو سرکاري او نجي سکولونو ، کالجونو او پوهنتونونو كښې تعلیم په مورنو ژبو كښې وركړے شي۔ده په دې مهال د زدكونكو ډاډګيرنه وكړه او د پښتو څانګي زدكوونكو لپاره يې د سکالرشپ اعلان وكړو۔ ده د مورنو ژبو ورځ په مناسبت سره يو بوټے هم نال كړو۔ د پښتو څانګي مشر ډاكټر ظفر بخشالي ووئيل مونږ د پوهنتون د اعليٰ چارواكو مننه كوو چا چې د پښتنو څانګي زدكوونكو لپاره فیس كښې كمے كړے او هيله ده سباؤن كښې به هم دغسې خپله مرسته دوامداره ساتي ٬ دا مهال پښتو څانګه كښې بی اېس پښتو ، ایم فل پښتو کلاسز روان دي۔په دې مهال نورو مقررینو ووئيل پښتو زمونږ مورنۍ ژبه ده د دې پرمختګ او ترویج زمونږ فرض دے ٬ بايد ټولو سرکاري او نجي ادارو كښې پښتو لازمی مضمون وګرځولے شي۔ سیمینار كښې ګڼ شمير شاعرانو، اديبانو او نورو شخصیاتو او زدكوونكو ګډون وكړو۔په آخر كښې يوه غېر طرحي مشاعره وشوه۔