اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د ګردې نړۍ پشمول پاكستان كښې هم د نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستورې٬ سېمينارز او لاريونونه وشول٬ په دې لړ كښې په مالاكنډ پوهنتون كښې هم د " پښتو ژبې نن٬ پرون او سبا" په سرخط د يو سېمينار تابيا وشوه چې پكښې د پوهنتون د پښتو څانګې استاذانو٬ زده كوٶنكو او د سكالرانو نه علاوه شاعرانو او اديېانو هم ګډون وكړو …
په مالاكنډ پوهنتون كښې د مورنو ژبو نړيوالې ورځ په مناسبت سره سېمينار
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د ګردې نړۍ پشمول پاكستان كښې هم د نړيوالې ورځ په مناسبت سره دستورې٬ سېمينارز او لاريونونه وشول٬ په دې لړ كښې په مالاكنډ پوهنتون كښې هم د ” پښتو ژبې نن٬ پرون او سبا” په سرخط د يو سېمينار تابيا وشوه چې پكښې د پوهنتون د پښتو څانګې استاذانو٬ زده كوٶنكو او د سكالرانو نه علاوه شاعرانو او اديېانو هم ګډون وكړو ٬ په دې موقع پروفېسر ډاكټر جهان عالم هم د مورنۍ ژبۍ په اهميت خپله علمي نظر وړاندې كړٶز خپلو خبرو كښې د كورنۍ ژبې ضرورت او قامي پرمختګ لپاره د حمزه شنواري دا شعرونه هم ووئېل
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نۀ کا
بې لېلا بله سودا خو مجنون نۀ کا
پاسه پاسه د عمل جذبه پېدا کړه
یو ملت هم ترقي په افسون نۀ کا











