پیښور 20 فروري (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا د مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي مسلم ليګ(ن)د پرمختګ وعدې پوره كړي٬اولس ته يې رېليف وركړے او هېواد يې د معاشي ديواليه كېدو څخه ساتلے ۔ په تحصيل چهوټا لاهور صوابۍ كښې يوې اولسي اجتماع ته د خطاب كولو په مهال ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت د چېلنجونو باوجود په هېواد كښې استحكام …
مسلم ليګ(ن)اولس ته رېليف وركړے او هيواد يې ديواليه كېدو څخه ساتلے ۔انجينئر امير مقام
پیښور 20 فروري (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سفيران وفاقي وزير او د خېبرپښتونخوا د مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي مسلم ليګ(ن)د پرمختګ وعدې پوره كړي٬اولس ته يې رېليف وركړے او هېواد يې د معاشي ديواليه كېدو څخه ساتلے ۔ په تحصيل چهوټا لاهور صوابۍ كښې يوې اولسي اجتماع ته د خطاب كولو په مهال ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت د چېلنجونو باوجود په هېواد كښې استحكام راپیدا كړے او پاكستان يې د پرمختګ په لاره روان كړے۔ده ووئيل حكومت د موثره پالېسيو په سبب د ګرانۍ شرح د 40 فيصد څخه تر 4 فيصد راوستلې او د دې كريډټ وزيراعظم محمد شهباز شريف او د مسلم ليګ(ن)مشر محمد نواز شريف لري ۔ده ووئېل د مسلم ليګ(ن)اعلٰی قيادت د سياسي زيان پرواه كولو نه غېر جرات مندانه پريكړه كړی او هېواد يې د معاشي تباهۍ څخه ساتلے ٬ د پي ټي آئي باني قامي معيشت ديواليه كېدو ته نزدې كړے ؤ ۔انجينئر امير مقام ووئيل د پي ټي آئي باني ته د 190 ملين پاؤنډ كرپشن كيس كښې سزا اورولې شوې او هغه قيمتي ډالۍ ذاتي ګټې لپاره كارولې۔ده ووئيل چپه كال 2013 كښې محمد نواز شريف د هېواد څخه د ترهه ګرۍ او لوډشېډنګ خاتمه كړی ٬ او د كال 2013 نه تر 2018 د ګرانۍ شرح ټېټې كچې ته راوستلې شوې او پرمختګ روان دے۔وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف حكومت ځوانانو ته نوكرۍ٬ليپ ټاپ او روزګار وركوي۔











