د خيبر پښتونخوا ګورنر سره د اكادمي ادبيات چيئرمين ملاقات ٬ د ادبي رواياتو او كلتوري ورثې په خوندي ساتلو خبرې

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د اكادمي ادبيات خېبر پښتونخوا چيئرمېن پروفېسر ګلزار جلال په مشرۍ كښې د ادب څانګې سره د تړون لرونكو كسانو پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې پروفېسر اباسین یوسفزے، پروفیسر ناصر علی سید، پروفیسر اسحاق وردګ، پروفیسر اسیر منګل، …

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د اكادمي ادبيات خېبر پښتونخوا چيئرمېن پروفېسر ګلزار جلال په مشرۍ كښې د ادب څانګې سره د تړون لرونكو كسانو پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور چارواكو لخوا د جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې پروفېسر اباسین یوسفزے، پروفیسر ناصر علی سید، پروفیسر اسحاق وردګ، پروفیسر اسیر منګل، ثمینه قادر، کلثوم زیب، شمس مومند او د امجد علی خادم په شمول نوموړي شاعران او اديبان شامل وو۔ په ملاقات كښې د ادب او كلتور ودې او ادبي شخصيات ته په پېښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د ادبي رواياتو او كلتوري ورثې په خوندي ساتلو خبرې وشوې۔ ګورنر د ادب په اهميت زور راوړلو سره ووئيل په ټولنيز پرمختګ كښې د ادب بنيادي كردار دے۔ ده ووئيل زده كړو او ادب ته ودې وركولو سره يو سوكاله او مهذبه ټولنه جوړېدې شي۔ ګورنر اديبانو ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره د هر ډول ممكنه مرستې باور وركړو۔ پلاوي ګورنر ته ووئيل شاعران او اديبان يوه حساسه طبقه ده ٬ په سركاري كچه د صوبې د شاعرانو او اديبانو سرپرستي نه كېږي چې ورسره ادب سره تړون لرونكي د كتابونو په اشاعت او د ادبي كنفرنسونو په كولو كښې ستونزو سره مخ دي۔