پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) په كوھاټ كښې ترهګرو په پوليس موبائل د لاسي بم بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ يو پوليس اهلكار ژوبل شو۔ د پولیس چارواكو له مخې د كوهاټ په شادي پور سيمه كښې ترھګرو په پوليس موبائل د لاسي بم بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ يو پوليس اهلكار ژوبل شو۔ دغسې په ځوابي كارروايۍ كښې يو ترهګر وژلے شو او …
كوھاټ – د ترهګرو په پوليس موبائل بريد ٬ پوليس اهلكار ژوبل ٬ ځوابي كارروايۍ كښې يو ترهګر ووژلې شو
پېښور ۔ 18 فروری (اے پی پی) په كوھاټ كښې ترهګرو په پوليس موبائل د لاسي بم بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ يو پوليس اهلكار ژوبل شو۔ د پولیس چارواكو له مخې د كوهاټ په شادي پور سيمه كښې ترھګرو په پوليس موبائل د لاسي بم بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ يو پوليس اهلكار ژوبل شو۔ دغسې په ځوابي كارروايۍ كښې يو ترهګر وژلے شو او نور يو شمېر نيولے شوي۔ د چارواكو وېنا ده د ترھګرو له قبضې څخه لاسي بمونه او وسله تر لاسه شوې ۔ د پوليس چارواكو له مخې پوليس موبائل ته زيان رسېدلے دے۔ پوليس سيمه محاصره كولو سره د لټون عمليات پېل كړې دي۔











