جسټس محمد اعجاز سواتي د بلوچستان هائي کورټ د لنډ مهاله چيف جسټس د چوكۍ سوګند پورته كړو

کوئټه 14 فروري (اے پي پي) جسټس محمد اعجاز سواتي د بلوچستان هائي کورټ د لنډ مهاله چيف جسټس د چوكۍ سوګند پورته كړے ۔ د جمعې په ورځ په ګورنر هاٶس كښې په دې لړ كښې دستوره وشوه٬ ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل د هائي کورټ جج جسټس محمد اعجاز سواتي څخه د لنډ مهاله چيف جسټس د چوكۍ سوګند واخست٬ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د بلوچستان هائي کورټ ججز٬ پخواني ګورنر د ماتحت عدالتونو ججز او د وكيلانو پشمول نورو شخصياتو ګډون وكړو