هرنائي، په ټاکري سړك چاٶدنه٬ لس كسان مړه ٬ 7 ژوبل

کوئټه 14 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د هرنائي ضلعې په شاهرګ تحصيل كښې په ټاكري سړك د چاٶدنې په نتيجه كښې لس كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي ۔ د صحت څانګې چارواكو له مخې په ټاكري سړك د سكرو په درنګ كښې د كار كوٶنكو كسانو ګاډي سره نزدې د چاٶدنې په نتيجه كښې لس مزدوران مړه او 7 ژوبل شوي۔ د بلوچستان ګورنر شېخ جعفرمندوخېل …

کوئټه 14 فروري (اے پي پي) د بلوچستان د هرنائي ضلعې په شاهرګ تحصيل كښې په ټاكري سړك د چاٶدنې په نتيجه كښې لس كسان مړه او 7 ژوبل شوي دي ۔ د صحت څانګې چارواكو له مخې په ټاكري سړك د سكرو په درنګ كښې د كار كوٶنكو كسانو ګاډي سره نزدې د چاٶدنې په نتيجه كښې لس مزدوران مړه او 7 ژوبل شوي۔ د بلوچستان ګورنر شېخ جعفرمندوخېل ،وزيراعليٰ ميرسرفراز بګټي، صوبائي وزيرانو د چاٶدنې غندنه كولو سره وئيلي دي په صوبه كښې ترهګرو ته به د امن وضعې خرابولو اجازه ورنه كړې شي٬ د بلوچستان حكومت د اولس د مال او ځان تحفظ باوري كولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي او د امن دښمنانو په ضد به كاروائي كولې شي٬ دوي ووئېل قانون نافذ كوٶنكې ادارې دې په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد سخته كاروائي كولو سره د بې وځله خواري كښو قاتلان انصاف سره مخ كړي