وزيراعظم او د ترکيه صدر دوه اړخيزه اړيكې په ګټوره ستراتېژك شراكتدارۍ د بدلولو د عزم پخلے٬ دواړو مشرانو د اېچ اېل اېس سي سي د غونډې په ګډه مشري وكړه

APP61-130225 ISLAMABAD: February 13 - President of Turkiye, Recep Tayyip Erdogan and Prime Minister of Pakistan Muhammad Shehbaz Sharif exchange document of joint declaration of 7th meeting of Turkiye-Pakistan High Level Strategic Cooperation Council. APP/MAF/TZD/ABB

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د جمهوريه ترکيه صدر رجب طيب اردوان ترمېنځه د زيارت په ورځ سهار په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات شوے چې پكښې دواړو مشرانو د پاك تركيه په دوه اړخيزه اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره دا اړيكې په شريكه توګه په ګټوره ستراتېژك شراكتدارۍ د بدلولو د عزم پخلے وكړو او دواړو مشرانو د تركيه پاكستان هائي ليول سټريټجک کوآپريشن کونسل (اېچ اېل اېس سي سي) د اوومې غونډې په ګډه مشري هم وكړه۔ صدر رجب طيب ايردوان څوك چې تېره شپه په سركاري دوره اسلام آباد ته رارسېدلے ٶ وزيراعظم هاٶس ته په رارسېدو ئې وزيراعظم تود هركلے وكړو٬ په دې موقع صدر اردوان د ګارډ آف آنر معائنه وكړه او د پي اے اېف جنګي الوتكو فلائي پاسټ ئې مشاهده كړو او د وزيراعظم هاؤس په انګڼ كښې ئې بوټې هم نال كړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخئ دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات وشو چې پكښې د شريكې خوښې په بېلا بېلو دوه اړخيزه٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د دې نه وروستو د ترکيه-پاکستان هائي ليول سټريټجک کوآپريشن کونسل (اېچ اېل اېس سي سي) اوومه غونډه د دواړو مشرانو په مشرۍ كښې وشوه۔ په اېچ اېل اېس سي سي كښې د دواړو اړخونو اړوندو وزايرانو د مرستې د بېلا بېلو څانګو احاطه كوٶنكو نهه مشتركه قائمه كمېټو د پېشرفت رپورټس وړاندې كړل٬ د صحت او آئي ټي دوو نوو مشتركه كمېټو هم خپل رپورټس وړاندې كړل۔ په دې موقع د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير د دواړو هېوادونو د مشرانو سره سره د لوړې كچې سټريټجک کوآپريشن کونسل په شوي ملاقات كښې ګډون وكړو۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د نتيجې وړ كاروباري چارو او د دوه اړخيزه سرمايه كارۍ آسانولو د لارې د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې لا زياتولو په ضرورت زور رواړو۔ ده د ترکيه کمپنيو له بلنه وركړه چې ھغوي د پاکستان معاشي، تجارتي او د سرمايه کارۍ منظر نامې د بلها صلاحيتنو څخه ګټه پورته كړې او د زراعت او د نوو رامخې ته ټيکنالوجيز، توان او د كان كنۍ پشمول په نورو څانګو كښې شريكې ګټورې مرستې لپاره كار وكړي ۔ وزيراعظم د جمو و کشمير په كشاله د صدر اردوان د قوي٬ مستقل او اصولي موقف مننه وكړه او د تركيه د قامي مفادو په بنيادي مسئلو يې تركيه لپاره د پاكستان د مستقل ملاتړ پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو په دې موقع د مېنځني ختيز په اوسني صورتحال هم خبرې وكړې چې پكښې د فلسطينيانو سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم دوه رياستي حل لپاره د پاكستان د مطالبې پخلے وكړو كوم چې د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د اړوندو قراردادونو له مخې د كال 1967 نه وړاندې پولو او د القدس الشريف پايه تخت سره د يو آزاد او خپلواكه رياست فلسطين جوړولو تصور وړاندې كړے شوے۔ په مشترکه اعلاميه د لاسليك نه علاوه دواړو مشرانو د دوه اړخيزه مرستې په بېلا بېلو څانګو كښې د مفاهمت د 24 ياددښتونو او لوظنامو د تبادلې مشاهده هم وكړه٬ دواړو مشرانو د ترکيه صدر په درناوي كښې په اسلام آباد كښې د يو مركزي انټرچينج د تختي مخ كتنه هم وكړه۔ پاكستان او تركيه د ورورولۍ تاريخي اړېكې لري ٬ د صدر اردوان تاريخي دوره او د اېچ اېل اېس سي سي د اوومې غونډې تابيا به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ورورولۍ اړيكو ته لا وده وركړي