
لاهور 13 فروري (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلې مريم نواز وئيلي دي رېډيو پاکستان اولس ته د معلومات، تفريح او د تعليم په وركولو كښې مهم كردار لري، رېډيو اوس هم په نړۍ كښې د خبر رسنې تر ټولو طاقتوره ذريعه ده۔ د زيارت په ورځ د رېډيو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل راډيو د ابلاغيات په نړۍ كښې د اختراعات پېل دے او رېډيو اوس هم په نړۍ كښې د خبر رسنې تر ټولو طاقتوره ذريعه ده۔ دې ووئيل راډيو نن هم د خبر رسنې معتبر ذريعه ده٬ د تعليم خپرونو په سبب راډيو په سماجي ژوند كښې مهم كردار لري چې په سبب ئې فنون لطيفه٬ موسيقي٬ تفريح٬ صوتي تهېټر او كلتور معرفي كېږي ۔ دې ووئيل د ابلاغ د مهمې ذريعې په توګه د راډيو خپرونو ته د ودې وركولو عزم لرو٬ په دې موقع وزيراعلي مريم نواز د راډيو ټولو اورېدونكو او متعلقينو ته مباركي هم وركړه