
پېښور ۔ 12 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي زده كړې د پرمختګ ٬ سوكالۍ ٬ امن او د مهذب قام جوړولو يوازينې لاره ده٬ د ټېكنالوجۍ په روان دور كښې د زده كړو اهميت لا زيات شوے دے٬ مونږ له به په خپل هېواد او په خاص توګه خېبر پښتونخوا كښې د زده كړو څانګې ته زيات اهميت وركول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په نشتر هال پېښور كښې د آل پاکستان پرائیوېټ اسکول مېنجمنټ اېسوسی اېشن خېبر پښتونخوا تعليمي كنفرنس او د بهترين استاذ او طالب علم ايوارډز دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو مخنيوي له به مونږ له روايتي زده كړو څخه د وتلو سوچ كول وي٬ تر كومې چې د زده كړو غوره چاپيريال ترلاسه نه شي زمونږ كوچنيان د زده كړو په مېدان كښې د ځانګړو صلاحيتونو لرلو باوجود مخ په وړاندې نشي تللے ۔ په دستوره كښې د آل پاکستان پرائیویٹ اسکول مېنجمنټ اېسوسی اېشن صدر ډاکټر محمد ذاکر شاہ، د ګردې صوبې د زده كړو بېلو ادارې استاذانو ٬ زده كوونكو او مور پلار ګډون وكړو۔ ګورنر په دې موقع د ګردې صوبې د نجي سكولونو نزدې 40 استاذانو او 40 زده كوؤنكو ته د غوره كاركردګۍ په ښودلو ايوارډز وركړل۔ ګورنر ووئيل مونږ له به د زده كړو پالېسۍ او نظام كښې عملي بدلون كول وي۔ ده ووئيل نجي سكولونو او كالجونو د زده كړو معيار ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل پرائيوېټ ادارې زده كړو ته ودې وركولو كښې د سنګ ميل حېثيت لري او د قام په پرمختګ كښې د دې كردار مهم دے۔ ګورنر د زده كړو په څانګه كښې بهترۍ او اصلاحات لپاره استاذان٬ مور پلار او زده كوؤنكو ته ووئيل هغوي دې په هر فورم وړاندېزونه وركړي او د عمل وړ وړاندېزونو له دې جدي هڅې وكړي۔