پي ټي آئي خېبر پښتونخوا ٬ بېرسټر سېف د ګوند د اطلاعات صوبائي سېكرټري منصب څخه اخوا كړے شو

پېښور ۔ 12 فروری (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف د صوبائي صدر په حېث د خپل منصب سنبالولو څخه وروستو جېند اكبر د ګوند په كچه آپرېشن پېل كړو۔ په دې مهال ملك عديل اقبال د پي ټي آئي خېبر پښتونخوا وياند غوره كړے شو۔ د پي ټي آئي خېبر پښتونخوا صدر جېند اكبر بېرسټر سېف د ګوند د اطلاعات صوبائي سېكرټري منصب څخه اخوا كړو۔ د پي ټي آئي د صوبائي ډپټي سېكرټري منصب ذمه وارۍ ذیشان اېډوکېټ ته وسپارلې شوې۔ ملک عدیل اقبال به د پي ټي آئي د اطلاعات صوبائي سېكرټري او ذیشان اېډوکېټ به د اطلاعات ډپټي سېكرټري په توګه خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د دواړو غړو د تعيناتۍ اعلاميه جاري كړې شوې ده