د سېنېټ چيئرمېن سره د بلوچستان پوليس مشر وليدل

کوئټه 12 فروري (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان وئيلي دي امنيتي ځواكونو او پوليس اهلكارو د اولس تحفظ او امن لپاره بې مثاله قربانۍ وركړې دي٬ په بلوچستان كښې امن او استحكام لپاره به د امنيتي ځواكونو خدمات تل ياد ساتلې شي۔ دا خبره د شورو په ورځ د سېنېټ سيکرټريټ لخوا په جاري اعلاميه كښې وشوه۔ په دې موقع د بلوچستان په مجموعي صورتحال، د امن و امان په وضعه او د صوبې د اولس تحفظ لپاره په شوو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ ملاقات كښې په امنيتي وضعه او د لا اينډ آرډر بحالۍ پحقله په رامخې ته چېلنجونو او د دې په حل هم غور وشو۔ په دې موقع دوهم چيېرمېن په صوبه كښې د امن و امان بحالۍ لپاره د امنيتي ځواكونو محنت او قربانيو ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې٬ ده ووئيل د امنيتي ځواكونو او پوليس اهلكارو د اولس تحفظ او امن لپاره د دوي قربانۍ به په تاريخ كښې په زرينو ټكو ليكلې شي