د ترك صدر د پاكستان دورې سره به دوه اړخيزه سياسي ٬ سفارتي او تجارتي اړيكې لا مستحكمې شي: افتخار علي ملك

لاهور۔12فروری(اے پی پی) د سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټریز پخواني صدر افتخار علي ملك وئيلي دي چې د ترك صدر رجب طيب اردوان د پاكستان دوه ورځنۍ دورې سره به دوه اړخيزه سياسي ٬ سفارتي او تجارتي اړيكې لا مستحكمې شي۔ د شورو په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل دا دوره نه يوازې د پاكستان او تركيه ترمينځه د ملګرتيا او ورورولۍ د مضبوط تړون بلكې سيمه ايز استحكام او سوكالۍ لپاره د دوئي د شريك وژن هم عكاسي كوي۔ ده ووئيل دې دورې سره به ستراتيجيكي همكاري لا پياوړې كېدو سره سره بېلې لوظنامې هم لاس ليك شي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه تجارتي حجم زياتولو ٬ د تجارت په لاره كښې د ولاړو خنډونو لرې كولو او د معاشي مرستې نوې موقعې لټولو له هڅې كوي۔ د ده وېنا وه چې د مذاكراتو په مهال به د انفراسټرکچر، توان او ټېكنالوجي په څانګو كښې سرمايه كاري هم يوه ترجيح وي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه تلپاتي پرمختګ لپاره د يو بل صلاحيتونو څخه د ګټې پورته كولو عزم لري۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي اړيكې مخ په زياتېدو ي او ددې دورې مقصد دغې اړيكو ته وده وركول دي۔