د معذورو كسانو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي ۔ د تور غر ډپټي کمشنر

تورغر 08 فروري (اے پي پي) د تور غر ډپټي کمشنر انور زيب خان د معذورو كسانو لپاره د سوشل ويلفيئر دفتر كښې کھلي کچهري وكړه۔ د معذورو كسانو ستونزو ترنظر ساتلو سره يواځې د نزدې سيمو معذورو وګړو له کھلي کچهري كښې د ګډون كولو بلنه وركړې شوي وه۔د تور غر ډپټي کمشنر انور زيب خان د معذورو كسانو مسئلې واوريدلې او هغه ئې ريكارډ كړي۔د تور غر ډپټي کمشنر سوشل ويلفيئر دفتر ته راغلي معذورو كسانو له باور وركړو چې د هغوې مسئلو ته به خاص پام لرنه كولې شي او په ترجيحي بنيادونو به د هغوي مسئلې حل كولې شي۔