پیښور ۔ 7 فروري (اے پي پي) د بنو پوليس د منډان تهاڼې په حدود كښې په فتح خېل پوسته د ترهه ګرو بريد ناكامه كړے ۔ د پوليس چارواكو تر مخه د نيمې شپې د لسو نه تر پينځلسو ترهه ګرو په پوليس پوسته د وړو او لويو وسلو څخه بريد وكړو۔ د شر خوښو او پوليس تر مينځه تر 30 منټه ډزې روانې وې ۔ د پوليس په زړه پورې كاروائۍ څخه ترهه ګر ژوبل شول ۔ د دغې نه پس د لټون عملياتو په مهال په بېلو ځايونو د وېنې توهېدو نخښې وليدلې شوې او د پیښې د ځائے نه يو لاسي بم هم تر لاسه شو۔ آئي جي پوليس ذوالفقار حميد د ترهه ګرو به ضد په كاروائې پوليس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د بنو سيمې پوليس هره ورځ د جرات او مړانې نوې كارنامې رقم كوي ۔ د خېبر پښتونخوا پوليس د ترهه ګرو د مقابلې په زړه بورې صلاحيت لري۔ دغسې آئي جي د بريد تمبوونكو لپاره د نغد انعام اعلان وكړو۔