اډياله زندان څخه په چيټۍ ليكلو سياسي اېن آر او غوښتلې شي: د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي

پېښور ۔ 06 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي اډیاله زندان څخه په چيټۍ ليكلو سياسي اېن آر او غوښتلې شي۔ د وفاق المدارس العریبه پاکستان د كلنه امتحانونو دورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل بشریٰ بی بی عمران خان ته وئيلي دي چې په صوبه كښې مير جعفر او مير صادق څوك دے٬ د يوې منصوبې له مخې وزیراعلیٰ علی امین ګنډا پور ټول سائيډ لائن كړل۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني د 14 كاله زندان سزا كېدو په ضد دلته كوم احتجاج ونكړے شو٬ پي ټي آئي د خپل صوبائي حكومت په ضد احتجاج كوي٬ احتجاج شوے خو په هغې كښې يوازې سركاري كسانو برخه اخستې۔ ګورنر ووئيل د صوبائي حكومت كار اولس ته تحفظ وركول دي او هغوي د خپل حكومت په ضد احتجاج كوي اوس به دا كتل وي چې صوبائي حكومت د پي ټي آئي په ضد احتجاج كښې كاميابي ترلاسه كوي يا نه۔ ده ووئيل 500 اربه روپۍ چرته مصرف شوي كه د دې ځواب وغوښتلے شي نو دوئي بيا نور څه وائي۔ ده ووئيل د قبائلي ضلعو پېسې دوئي په خپلو پرلتونو او عېشونو لګوي۔ د وزیراعلیٰ لخوا افغانستان سره د خبرو اترو په اړه ګورنر ووئيل تر كومې چې وفاق سره خبره نه وي شوي افغانستان ته بايد پلاوې ونه لېږلے شي۔ افغانستان ته دا ښكاره پېغام دے چې خاوره يۍ د پاكستان په ضد كارېږي ٬ ده ووئېل خبرې اترې بايد د برابرۍ په بنياد وكړې شي۔ ده ووئيل تر نن ورځې مونږ امنيت ته جدي پام ګرځولے نه دے ٬ آيا زمونږ اسمبلۍ كښې په امنيت كوم بحث شوے دے؟