د پنجاب وزيراعلی د نورو صوبو زده كوؤنكو له هم د هونهار سكالرشپ سكيم منظوري وركړه

لاهور۔6 فروری(اے پی پی) د پنجاب وزيراعلې مريم نواز شريف د نورو صوبو زده كوؤنكو لپاره هم د هونهار سكالرشپ سكيم منظوري وركړې ده ۔ د ايوان وزيراعلی وياند له مخې پنجاب سره سره د نورو صوبو زده كوؤنكو لپاره هم د سكالرشپ د اهليت يو ډول معيار ټاكلے شوے۔ وزیراعلیٰ مریم نواز په پنجاب كښې زده كوؤنكو لپاره د لېپ ټاپ شمېره زياتولو سره يو لك لس زره ته رسولې ده۔ دې په پنجاب كښې سېکنډ ایئر، تھرډ ایئر او فورتھ ایئر لپاره د هونهار سکالرشپ باضابطه منظوري او د لېپ ټاپ سكيم زده كوؤنكو لپاره د خاص هېلپ لائن جوړولو هدايت وكړو۔ په پنجاب كښې لېپ ټاپ ترلاسه كولو له لږ تر لږ 35 فيصد اهليت ټاكلے شوے۔ وزیراعلیٰ مریم نواز شریف ووئيل هونهار سکالرشپ او لېپ ټاپ د هر يو كوچني حق او د حكومت ذمه واري ده۔ دې ووئيل په لېپ ټاپ او هونهار سکالرشپ د نورو صوبو د زده كوؤنكو هم حق دے٬ د آزاد كشمير ٬ ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا په شمول د نورو صوبو زده كوؤنكي هم زمونږ بچي دي۔ په مېرټ راتلونكے هر كوچنے دې كالج كښې اپلائي كوي فيس به مونږ وركوؤ۔ مريم نواز ووئيل زه د مور په څير سوچ لرم٬ د هر يو كوچني قسمت بدلول غواړؤ٬ هونهار سكالرشپ لپاره چې د پنجاب كوم معيار دے هغه د نورو صوبو زده كوؤنكو لپاره هم ټاكلے شوے۔