د كشمير يووالي ورځ په موقع خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې لاريون

پېښور 05 فروري (اے پي پي) د كشمير يووالي ورځ په موقع د خېبر پښتونخوا فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې يو لاريون وشو۔لاريون چيف سيکرټري نديم اسلم چوهدري، انسپکټر جنرل پوليس ذوالفقار حميد او د پېښور کمشنر رياض محسود پشمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔لاريون د سيکريټريټ څخه پېل كيدو سره د ګورنر هاؤس په خوا كښې پائې ته ورسيد۔لاريون ته وينا كښې ګورنر فيصل کريم کنډي د پاکستان او کشمير په خپلولۍ زور راوړلو سره ووئيل دواړه د يو بل څخه جلا كيدے نشي۔ده د نړآوالي ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې د هند په غير قانوني زير تسلط جموں او کشمير كښې جاري فسطائيت او ظلونو په ضد اقدامات وكړي او مجرمانه خاموشي ختمه كړي۔ګورنر د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشميريانو سره تر هغه وخت ولاړ وي تر څو چې هغوي ته آزادي نه وي ترلاسه شوي۔لاريون ته صوبائي وزير سيد قاسم علي شاه او حريت لارښود اشتياق واني هم خطاب وكړو۔بل خوا ګورنر په کشمير كښې د روان هندي ظلمونو سخته غندنه كولو سره جموں او کشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړي۔