
کوئټه۔ 03 فروری (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي پاكستان كښې ترهګري ختمولو له زمونږ مېړني زامن د خپلې وينې قرباني وركوي٬ دا هغه سترې قربانۍ دي چې له امله به يي پاكستان يو عظيم هېواد جوړ شي٬ ترهګر د بلوچستان د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ دښمنان دي٬ د شرخوښو عناصرو ناوړه كارروايۍ د صوبې د پرمختګ عزم كمزورے كولې نه شي٬ بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې امن د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره لازمي شرط دے٬ نن د سياسي تفريق يا سياست وخت نه دے ٬ قام ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له به يو كېدل وي۔ ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په كوئټه كښې د امن وضعې په اړه غونډې مشري كولو په مهال خپله وېنا كښې وكړه۔ په غونډه كښې د صوبې د امنيت صورتحال ٬ په پرمختيائي منصوبو د شوي پېشرفت او په نورو مهمو صوبائي چارو بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل په قلات كښې يوه دړدېدلې پېښه رامخې ته شوې په كومه كښې چې 18 كسان شهيدان شوي۔ په دغه پېښه كښې 23 خوارج هم وژلې شوي دي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې چې د ترهګرۍ كومه چپه يو وارې بيا راغل د دې ختمولو له زمونږ مېړني زامن د خپلې وينې قرباني وركوي۔ ده ووئيل د دې سترو قربانيو له امله به پاكستان يو عظيم هېواد جوړ شي۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام خپلو شهيدانو او غازيانو ته سلام كوي او د شهيدانو كورنيو سره د بشپړ يو والي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل ما په سي اېم اېچ قلات كښې په پېښه كښې د ژوبل ځوانانو تپوس پوښتنه وكړه د هغوي حوصلې لوړې دي۔ وزیراعظم ووئيل زه هيله لرم چې د سر لښكر او د بلوچستان وزيراعلی په مشرۍ كښې د پاك پوځ افسران او ځوانان چې په كوم ډول خپل فرض ترسره كوي هغې سره به پاكستان ٬ بلوچستان او خېبر پښتونخوا د امن مركز شي كوم چې د پاكستان پرمختګ لپاره لازمي شرط دے۔ وزيراعظم ووئيل نن د سياسي تفريق يا سياست وخت نه دے ٬ قام ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له يو كېدل وي۔ وزیراعظم ووئيل نن چې يو كېدو ته څومره اړتيا ده دومره په تېرو 78 كلونو كښې نه وه۔ وزيراعظم ووئيل زه د خپلو سترو زامنو كورنيو ٬ مور او پلار ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوم چې داسې مېړني ځوانان يې پېدا كړل كوم چې د خپلې وينې په قرباني وركولو پاكستان لپاره نوې داستانونه رقم كوي۔ وزیراعظم ووئيل ترهګر د بلوچستان د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ دښمنان دي۔ ترهګر نه غواړي چې د بلوجستان اولس دې سوكاله ٬ لوستے او روزګار لرونكے وي۔ د بلوچستان د پرمختګ سفر به روان وي۔ وزيراعظم ووئيل د بلوچستان پرمختګ د حكومت په لومړو ترجيحات كښې شامل دے۔ د بلوچستان د پرمختګ سفر به روان وي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د كركيلې څانګې عصري تربيې لپاره نومولے شوو زده كوؤنكو كښې د بلوچستان د زده كوؤنكو كوټه هم بېله كړې شوه۔ د یوتھ پروګرام، وزیرِاعظم لېپ ټاپ سکیم د لارې د بلوچستان زده كوؤنكې په خپلو پښو اودرولې شي۔ په بلوچستان كښې د كركيلې پرمختګ لپاره د زرعي ټيوب وېلونو سولرآئیزېشن شوے۔ ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل د سي پېك سر ته رسولو له كار په تندۍ سره روان دے٬ په ګوادر ايئرپورټ د پروازونو تلل راتلل پېل شوي۔ ګوادر بندر ځايے به د منځنۍ آسيا ٬ سوئيلي آسيا او پاتې نړۍ ترمينځه تړون لپاره پاكستان يوه مهمه ذريعه ګرځولو بنيادي كردار ترسره كړي۔ عسكري مشرتابه ٬ سر لښكر او پاك پوځ حكومت سره په ګډه د بلوچستان امن لپاره شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل زما په شمول ټول قام د بلوچستان امن لپاره هڅو كوؤنكو امنيتي ځواكونو ٬ پوليس ٬ ضلعي انتظاميې او نورو ادارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ په غونډه كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ٬ د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ، د بجلۍ وفاقي وزير اوېس لغاري، د قامي اسبملۍ غړي جمال کاکړ، د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر خان مندوخېل ٬ د بلوچستان اعلی وزير سرفراز بګټي ٬ صوبائي وزير اېم سليم كھوسه او اړوندو چارواكو ګډون وكړو