لاهور 01 فروري (اے پي پي) د صنعت او پیداوار و غذائی تحفظ وفاقی وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي چې د پنجاب وزیر اعلیٰ مریم نواز د صوبې مينځنۍ طبقے ښېګړے لپاره شپه ورځ چمتو ده، پنجاب كښې '' دھی رانی پروګرام'' د ستائنې وړ دے، د پي ټي آئي حکومت د هېواد معیشت ته لوئ زيان رسولې دے،نړۍ نن د موجوده حکومت پالیسیو اعتراف كوي۔د دې خیالاتو څرګندونه …
د پنجاب وزیر اعلیٰ مریم نواز د صوبې مينځنۍ طبقے ښېګړے لپاره شپه ورځ چمتو ده، پنجاب كښې ” دھی رانی پروګرام” د ستائنې وړ دے۔رانا تنویر حسین
لاهور 01 فروري (اے پي پي) د صنعت او پیداوار و غذائی تحفظ وفاقی وزیر رانا تنویر حسین وئيلي دي چې د پنجاب وزیر اعلیٰ مریم نواز د صوبې مينځنۍ طبقے ښېګړے لپاره شپه ورځ چمتو ده، پنجاب كښې ” دھی رانی پروګرام” د ستائنې وړ دے، د پي ټي آئي حکومت د هېواد معیشت ته لوئ زيان رسولې دے،نړۍ نن د موجوده حکومت پالیسیو اعتراف كوي۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ شیخوپوره كښې د وزیر اعلیٰ” دھی رانی پروګرام ” ترمخه اجتماعی ودونو دستوري ته وينا كښې كړي۔وفاقی وزیر رانا تنویر حسین ووئيل وزیر اعلیٰ مریم نواز صوبے مينځنۍ طبقے ښېګړے لپاره شپه ورځ كار كوي، چیف منسټر هره ورځ څه نه څه منصوبه پېل كوي او د پنجاب اولس له بنیادی سهولیات وركولو له عملی اقدامات كوي،زدكونكو له لیپ ټاپ سکیم،سکوټیز،کسان کارډ ،اقلیتی کارډ وركول او بے روز ګارو له د قرضو سکیم په شان د ستائنې وړ منصوبے پېل شوي۔ده ووئيل تير وخت كښې محمد شهباز شریف د پنجاب وزیر اعلیٰ په حيث صوبے لپاره كار كړې او اولس له ئې آسانۍ وركړي دغسې نن مریم نواز هم د هغه په طرز عمل مخ په وړاندې روانه ده۔ده ووئيل ټولن هكښې داسې كسان هم شته كوم چې د خپل مالی مشکلاتو په وجه د خپلو بچو په وخت ودونه نه شي كولې،خوشحاله طبقه بايد راوړاندې شي او د مينځنۍ طبقے مالی مرسته وكړي دغسې چې هغوي هم د نورو په شان د خپلو بچو په آسانۍ سره ودونه وكړي۔وفاقی وزیر ” دھی رانی پروګرام” ترمخه نوي واده شويو جوړولو له مباركي وركړه۔











