سعيد احمد زهري د بي يو جے ټاكنو كښې په کاميابۍ عهديدارو له مباركي وركړه

کوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د ګنداخه لارښود سعيد احمد زهري او د هغه زوي ريحان خان زهري د بلوچستان يونين آف جرنلسټس (بي يو جے) په ټاكنو كښې کاميابو شوو ټولو عهديدارو له مباركي وركړې ده۔ده کوئټه اے پي پي آفس كښې نائب صدر نظرمحمد ته د ګلونو امېل ورپغاړه كولو سره مباركي وركړه۔په دې موقع سعيد احمد زهري نوو ټاكلے شوي صدر خليل احمد، سينئر نائب صدر …

کوئټه 31 جنوري (اے پي پي) د ګنداخه لارښود سعيد احمد زهري او د هغه زوي ريحان خان زهري د بلوچستان يونين آف جرنلسټس (بي يو جے) په ټاكنو كښې کاميابو شوو ټولو عهديدارو له مباركي وركړې ده۔ده کوئټه اے پي پي آفس كښې نائب صدر نظرمحمد ته د ګلونو امېل ورپغاړه كولو سره مباركي وركړه۔په دې موقع سعيد احمد زهري نوو ټاكلے شوي صدر خليل احمد، سينئر نائب صدر منظور احمد، نائب صدر نذر بلوچ، جنرل سيکرټري عبدالغني کاکړ، فنانس سيکرټري جبار بلوچ، سينئر جوائنټ سيکرټري ابرار احمد، جوائنټ سيکرټري فضل تواب او د مجلس عامله ټولو کامياب غړو له مباركي وركولو سره دغه کاميابي مثبت او خوشبينه وګرځوله۔سعيد احمد په دې موقع ووئيل د جرنلسټس پينل کاميابي د دې خبري ثبوت دے چې د بلوچستان يونين آف جرنلسټس غړو په خپل قيادت د بشپړه باور څرګندونه كړې۔ده ووئيل په وړومبي ځل نصيرآباد او سبي ډويژن ته نمائندګي ترلاسه شوې څوك به چې د بلوچستان ميډيا ورکرز لپاره كار وكړي۔ ده هيله څرګنده كړه چې نوي ټاكلي شوي عهديدار به د خبريالي ورورولۍ د حقونو او د صحافت آزادۍ ودي لپاره ټول وسائل وكاروي او بلوچستان كښې خبريالانو ته پېښو چيلنجونو حل لپاره به كوټلے کردار ترسره كړي۔