په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي كمپائن به د فرورۍ 3 مې نېټې څخه پېل شي ٬ 40 زره ډلې جوړې كړې شوې

پېښور۔31 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې د صحت په اړه صلاحكار احتشام علي د 7 ورځني پوليو كمپائن د چمتوالي نيولو څارنه كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي كمپائن به د فرورۍ 3 مې نېټې څخه پېل شي او دا به تر 9 فروري دوام لري ٬ دې لپاره 40 زره ډلې تشكيل كړې شوي ۔ د …

پېښور۔31 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلې د صحت په اړه صلاحكار احتشام علي د 7 ورځني پوليو كمپائن د چمتوالي نيولو څارنه كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي كمپائن به د فرورۍ 3 مې نېټې څخه پېل شي او دا به تر 9 فروري دوام لري ٬ دې لپاره 40 زره ډلې تشكيل كړې شوي ۔ د كمپائن په مهال به 65 لكه كوچنيانو ته پوليو څخه د ساتلو ك څاڅكې وركولې شي۔ د صحت صلاحكار وېنا وه د امنيتي اندېښنو له امله په ځينې سيمو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پاتې كيږي ٬ له دې كبله د روان كال كمپائن لپاره 50 زره پوليس اهلكار تعينات كړے شوي دي۔