کوئټه۔ 31 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان كور كمانډر لېفټېننټ جنرل راحت نسيم احمد وئيلي دي په بلوچستان كښې امن راوستلو كولو كښې د اېف سي ځوانانو خذمات مثالي دي٬ د اېف سي بلوچستان د ځوانانو كاركردګي مخ په ښه كېدو ده او د دې مثبتې اغېزې رامخې ته كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېف سي ټرېننګ سېنټر لورالائي كښې د اېف سي بلوچستان (نارتھ) 67م بېج …
په بلوچستان كښې امن راوستلو كښې د اېف سي ځوانانو خذمات مثالي دي٬ د كور كمانډر بلوچستان د اېف سي پاسنګ آؤټ پرېډ ته خطاب
کوئټه۔ 31 جنوری (اے پی پی) د بلوچستان كور كمانډر لېفټېننټ جنرل راحت نسيم احمد وئيلي دي په بلوچستان كښې امن راوستلو كولو كښې د اېف سي ځوانانو خذمات مثالي دي٬ د اېف سي بلوچستان د ځوانانو كاركردګي مخ په ښه كېدو ده او د دې مثبتې اغېزې رامخې ته كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اېف سي ټرېننګ سېنټر لورالائي كښې د اېف سي بلوچستان (نارتھ) 67م بېج رېکروټس پاسنګ آؤټ پرېډ ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې آئي جي اېف سي بلوچستان (نارتھ)مېجر جنرل عابد مظهر، قبائلي مشران او سول او ملټري چارواكي هم موجود وو۔ په مجموعي توګه 2280 رېکروټس خپل ټرېننګ بشپر كړو۔ کور کمانډر بلوچستان لېفټېننټ جنرل راحت نسیم احمد پاس آؤټ شوو ټولو رېكروټس او د هغوي كورنيو ته مباركي وركړه۔ ده ووئيل د اېف سي ځوانانو كاركردګي مخ په ښه كېدو ده۔ ده ووئيل كومه پېشه چې تاسو ټاكلې ده هغه روزګار سره سره عبادت هم دے۔ ده ووئيل مونږ د خپلو شهيدانو په قربانيو وياړ لرؤ۔ ده هدايت وكړو چې رېكروټس دې بلوچستان كښې امن له خپل ټول صلاحيتونه وكاروي۔ د دستورې په پايه كښې غوره كاركردګي ښودونكو رېكروټس ته انعامونه وركړے شول۔











