کوئټه 29 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بی یو جے) كلنه ټاكنو -26 2025 كښې کامیابو شوو ټولو عهدیدارو له مباركي وركړې ده۔د شورو په ورځ د مباركۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل د جرنلسټس پینل کامیابی د صحافتی ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔وزیر اعلیٰ نوو ټاكلے شوو صدر خلیل احمد، سینئر نائب صدر منظور احمد، جنرل سیکرټري ی …
د بلوچستان وزیراعلیٰ د بلوچستان یونین آف جرنلسټس نوو ټاكلے شوو عهدیدارو له مبارکي وركړه
کوئټه 29 جنوري (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د بلوچستان یونین آف جرنلسټس (بی یو جے) كلنه ټاكنو -26 2025 كښې کامیابو شوو ټولو عهدیدارو له مباركي وركړې ده۔د شورو په ورځ د مباركۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل د جرنلسټس پینل کامیابی د صحافتی ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔وزیر اعلیٰ نوو ټاكلے شوو صدر خلیل احمد، سینئر نائب صدر منظور احمد، جنرل سیکرټري ی عبدالغنی کاکړ، نائب صدر نذر بلوچ، فنانس سیکرټری جبار بلوچ، سینئر جوائنټ سیکرټري ابرار احمد، جوائنټ سیکرټری فضل تواب او د مجلس عامله نورو عهېدېارو له مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړه چې هغوي به د خبريالانو د حقونو تحفظ او صحافت ودې له بشپړ کردار ترسره كړي۔ وزیراعلیٰ په ټاكنو كولو د الیکشن کمېټۍ او د بی یو جے ټولو غړو كردار هم وستائېلو۔











