كراچۍ۔29 جنوري(اے پي پي) د سنده وزيراعلې مراد علي شاه په هائي وېز د ايمرجنسي ټراما سنټرز جوړولو اعلان كړے دے ۔ ده ووئېل كه په هائي وېز د ټرافيك پیښو ښكار كسانو ته سمدستي طبي مرسته تر لاسه شي نو د هغوي ژوند بچ كېدے شي ٬ د دغې صورتحال تر مخه په هائي وېز د ايمر جنسي ټراما سېنټرز جوړوو ٬ د كالج آف فزېشنز اينډ سرجنز پاكستان …
د سنده وزيراعلې مراد علي شاه په هائي وېز د ايمرجنسي ټراما سنټرز جوړولو اعلان وكړو
كراچۍ۔29 جنوري(اے پي پي) د سنده وزيراعلې مراد علي شاه په هائي وېز د ايمرجنسي ټراما سنټرز جوړولو اعلان كړے دے ۔ ده ووئېل كه په هائي وېز د ټرافيك پیښو ښكار كسانو ته سمدستي طبي مرسته تر لاسه شي نو د هغوي ژوند بچ كېدے شي ٬ د دغې صورتحال تر مخه په هائي وېز د ايمر جنسي ټراما سېنټرز جوړوو ٬ د كالج آف فزېشنز اينډ سرجنز پاكستان 58 كانووكېشن ته خطاب كښې ده ووئېل په كراچۍ كښې په سول هسپتال كښې بے نظير بهټو ټراما سنټر جوړ كړے شوے٬ دغسې د سنده په نورو سيمو كښې هم د دې د جوړولو ضرورت دے۔ تېره ورځ د مانهند سره نزدې په ټرېفك پیښه كښې درې كسان په حق رسېدلي دي چاته كه سمدستي طبي مرسته تر لاسه شوې وه نو كېدې شي چې د هغوي ژوند بچ شوے ؤ۔ مراد علي شاه د سي پي اېس پي صدر پروفېسر شعيب احمد حواله وركولو سره ووئېل په سنده كښې يوازې 7 كالجونه او ادارې په رسمي توګه د مهم طبي خيال ساتلو لپاره تسليم شوي دي او د نورو اوس هم منظوري پكار ده۔ ده د صحت سېكرټري ته سپارښتنه وكړه چې هغه د پروفېسر شعيب سره په ګده د دغې د منظورۍ مسئله حل كړي۔ د سنده وزيراعلې د سنده حكومت د صحت اسانيو ستائنه كولو سره ووئېل د زړونو قامې اداره (اين آئي سي وي ډي) واحد اداره ده كومه چې په دې منطقه كشې تر ټولو زياتې انجيو ګرافي د يو چهت لاندې كوي۔ د اي آئي سي وي ډي لاندې 24 چيسټ يونټس او 9 سېټلائټ سېنټرز كار كوي۔ ده ووئېل ژوند او مرګ د الله په اختيار كښې دے خو مونږ د ژوند بچ كولو لپاره د صحت پراخه نېټ ورك جوړولو لپاره په زړه پورې هڅې كرې دي۔











