د خوراك صوبائي وزير ظاهر شاه طورو د لائيو اسټاك وزير فضل حكيم سره ملاقات، په بېلو روانو پروژو د خيالاتو څرګندونه

پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د خوراك صوبائي وزير ظاهر شاه طورو د لائيو اسټاك وزير فضل حكيم سره پېښور كښې ملاقات كړے چې پكښې د لائيو اسټاك محكمې په بېلو روانو پروژو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال مردان كښې د لائيو اسټاك پرمختيائي پروژو او د هغې د اثرات او د سباؤن په تګلاره غور وشو۔دواړه وزيران دې خبري ته صلاح شول چې لائيو اسټاك سيكټر …

پېښور 29 جنوري (اے پي پي) د خوراك صوبائي وزير ظاهر شاه طورو د لائيو اسټاك وزير فضل حكيم سره پېښور كښې ملاقات كړے چې پكښې د لائيو اسټاك محكمې په بېلو روانو پروژو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د ملاقات په مهال مردان كښې د لائيو اسټاك پرمختيائي پروژو او د هغې د اثرات او د سباؤن په تګلاره غور وشو۔دواړه وزيران دې خبري ته صلاح شول چې لائيو اسټاك سيكټر لا مستحكمولو له به كوټلي اقدامات كولې شي دغسې چې ځائې كروندګرو او څارو پالونكو ته زياتي آسانۍ وركړې شي۔په دې موقع ظاهر شاه طورو ووئيل د خوراك محكمه او د لائيو اسټاك څانګه خپلو كښې تعلق لري او د دې ښه والي سره به د صوبې په معيشت مثبت اثرات مرتب شي۔ فضل حكيم هم د محكمې په روانو پروژو رڼا اچولو سره باور وركړو چې د لائيو اسټاك پرمختګ لپاره به هر ممكن اقدامات كولې شي۔