پېښور ۔ 29 جنوری (اے پی پی) د خېبر ډسټرکټ پولیس آفیسر (ډی پی او) رائے مظهر اقبال د خیبر پښتونخوا وېلفیئر لخوا د جاري شوي شهداﺀ پېكج له مخې د شهيدانو درېو وارثانو او غازيانو ته د 2 كروړه 3 لكه روپو چېكونه وركړل۔ د خېبر پولیس له مخې هغه دا چېكونه په بېلو پېښو كښې د شهيدو شوو اهلكارو وارثانو او ژوبل شوو اهلكارو ته په ډي پي او آفس كښې د ملاقات په مهال وركړے شول ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ده ووئيل د پوليس شهيدانو كورنۍ زمونږ د محكمې برخه دي او په هر غم او خوشحالۍ كښې پوليس محكمه تاسو سره ولاړه ده۔ ده ووئيل فرض ترسره كولو په لاره كښې د ځانونو قربانۍ وركوؤنكو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل زمونږ د دفترونو دروازې به تاسو لپاره تل پرانستې وي۔ ده ووئيل د شهيدانو د قربانيو ازاله ممكنه نه ده خو د پوليس شهيدانو د كورنيو بشپړ كفالت او هر ډول مرستې له به د پوليس محكمې په وضعه كړې پالېسۍ من وعن عملدرآمد باوري كولې شي