د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سره د ملګرو ملتونو پلاوي ملاقات ٬ په بېلو څانګو كښې د اولسي خېر ښېګړې په فعاليتونو د خيالاتو څرګندونه

پېښور ۔ 29 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو ریزیډنټ کوارډینېټر اېم یحییٰ په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پلاوي په غړو كښې هیروکو، افکی بوټسمېن، کارلس عباس ګیها او نور شامل وو۔ د قامي اسمبلۍ غړے فېصل امین ګنډاپور، د منصوبه بندۍ ایډیشنل چیف سېکرټری او نور …

پېښور ۔ 29 جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره پاكستان لپاره د ملګرو ملتونو ریزیډنټ کوارډینېټر اېم یحییٰ په مشرۍ كښې پلاوي ملاقات وكړو۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې د پلاوي په غړو كښې هیروکو، افکی بوټسمېن، کارلس عباس ګیها او نور شامل وو۔ د قامي اسمبلۍ غړے فېصل امین ګنډاپور، د منصوبه بندۍ ایډیشنل چیف سېکرټری او نور اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ په ملاقات كښې په صوبه كښې د ملګرو ملتونو ذيلي ادارو لخوا د خېر ښېګړې په روانو فعاليتونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې وزيراعلی علی امین ګنډاپور ووئيل په سماجي برخو كښې اولسي خېر ښېګړې له د ملګرو ملتونو د ذېلي ادارو هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل صوبې څخه د پوليو وائرس ختمولو ته صوبائي حكومت تر ټولو لومړۍ پاملرنه كوي۔ ده ووئيل مونږ نړيوالو همكارانو سره په ګډه د پوليو مخنيوي كمپائن لا فعاله كولو له اقدامات كوؤ۔ ده ووئيل د نوې زېږېدلو كوچنيانو د مړينې موجوده شرح د اندېښنې وړ ده۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د روغتيا په څانګه كښې د كار كوونكو نړيوالو ادارو مرستې ته اړتيا لري۔ ده ووئيل د كوچنيانو اسټڼنټ ګروتھ يوه مهمه مسئله ده كومې ته به چې په خاص توګه پام ګرځول وي۔ ده ووئيل زده كړې په خاص توګه د انجونو زده كړې د صوبائي حكومت ترجيحاتي برخو كښې شاملې دي۔ ده ووئيل مونږ د ضم شوو ضلعو 36 زره انجونو ته د تعليم وظيفې وركوؤ۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په صوبه كښې د مېشته ټولو مذهبي او كلتوري اقليتونو خېر ښېګړې له جدي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل په صوبه كښې جوماتونو سره سره د ټولو مذهبونو د عبادت ځايونو ته د سولر سسټم آسانۍ په وركولو كار روان دے۔ پلاوي په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا په څانګه كښې د صوبائي حكومت د اقدامات ستائنه وكړه۔ پلاوي ووئيل د صوبې اولس ته د درملنو معياري آسانۍ وركولو له صوبائي حكومت فعاله ګامونه پورته كړي دي۔ پلاوي ووئيل د ملګرو ملتونو اړوندې ذېلي ادارې به د روغتيا په څانګه په خاص توګه د پوليو وائرس ختمولو او د مور بچي د روغتيا آسانۍ لا ښه كولو له صوبائي حكومت سره هر ډول مرسته كوي